د پاکستان او افغانستان سوداګرو اتحادې غوښتنه کړې چې په تورخم پوله دې شخړه له خبرو اترو له لارې هواره شي

0
759

نصیب شاه شینواري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) د همغږۍ مشر ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان له اړوندو چارواکو غوښتي چې د تورخم پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې د سوله ییز حل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي. د آل پاکستان کسټم کلیئرنګ ایجنټانو ایسوسی ایشن مرکزي مشر ضیاءالحق وینا ده چې د هر قسمه ټرافیک لپاره د پولې بندیدو له وجې د دواړو ملکونو ترمېنځه تجارت سخت متاثره شوی دی. باید و ویل شي، چې د پاکستان په ضلع خیبر ،لنډي کوتل کښې د تورخم پوله د چهارشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې ده او نن په دریمه ورځ هم هر.قسم تګ راتګ بند دې.

ضياء الحق سرحدي چې د سرحدي ګمرکونو د اجنټانو د اتحاديې مشر هم دى، وويل چې د پولې دواړو غاړو ته د صادراتي مالونو د بار وړونکو لاريو اوږده کتارونه د پولې دواړو غاړو ته د اجازې په تمه ولاړ دي چې په کې تازه مېوې، چرګان او نور تجارتي توکي شامل دي. د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري د خرابېدو په حال کې ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د سوداګرۍ کسر له ميلياردونو ډالرو ته راټيټ شوى.

د پولې تړلو پس د کاروبار د زيان تر څنګ يو ​​بشري ناورين هم رامنځ ته کړی او یو شمیر افغان مریضان او نور مسافر په پوله بند پاتې دي .
افغانستان او پاکستان د سوداګرو اتحادېی مشرانو د حکومتونو اوغوښتل چې پوله دې خلاصه کړي،تجارت او د مسافرو تګ راتګ دې بحال کړي.

Leave a reply