نگران وزيراعظم انورحق کاکړ د چترال بريد په شاتګ کولو د پوځ مننه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د چترال برید په اړه خپل یو بیان کې نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې زمونږ د هوښیارو ځواکونو مننه چې ځواکونو یې د چترال سره نزدې د پاک افغان پولې په چیک پوسټ باندې برید ناکامه کړی دی.
وزيراعظم وويل په چترال بريد کې زمونږ ٤ پوځيانو دشهادت درجې ترلاسه کړې، په دغه بريد کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
انورحق وويل دترهه گرۍ ختمولو دپاره ټول هيوادوال زمونږ سره دي، دترهه گرۍ په ضد زمونږ عزم کمزورى نۀ شي کيدى.






