د خېبر پښتونخوا حکومت د بجلۍ غلا او د بقاياو د وصولۍ په ضد د عملياتو کولو فيصله کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د نگران صوبائي حکومت لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې به د ضلعې او تحصيل په کچه کميټې جوړولې شي او د بجلئ غلا او غيرقانوني کنډک مافيا خلاف به پراخه عمليات کوې۔
بیان کې ویل شوي چې د صوبې په کچه د ټاسک فورس مشري به د داخله سیکرټري په غاړه وي، ټاسک فورس او کمېټۍ به د بجلۍ غلا مخنیوي او د بقایاو په وصولۍ کې کردار ادا کوي او د پولیسو په مرسته به د بجلۍ غیرقانوني کنکشنونه ختموي. .
ياده دي وي چي د نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په هداياتو ټول ملک کښي د بجلئ غلا په ضد کريک ډاؤن شروع کړے شوے دے۔
د انرجي سيکرټري راشد لنګريال په يو بيان کښي وئيلي دي چي نن نه د بجلئ چورانو په ضد کريک ډاؤن شروع شوے دے، ټول چيف سيکرټري او آئي جي پوليس په کريک ډاؤن کښي همکاري کوي، مونږ پوهيږو چي د غلو خلاف دا کمپاين آسانه نه دے ولي د ناکامي چانس نشته۔ لري.






