د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف عمران خان د ميرمن بشرا بي بي عبوري ضمانت د ستمبر تر دولسمې نيټې پورې غځولې دې۔

0
98

باغی ټی وی رپورټ

د بشرا بي بي په ضد د توشه خانې جعلي رسيدونو مقدمې اورېدنه د اسلام آباد په ضلعي او سيشن عدالت کښې وشوه چې پکښې بشرا بي بي د خپلو وکيلانو سره د جج طاهر عباس سپرا په عدالت کښې حاضره شوه۔

د مقدمې پلټونکي افسر عدالت ته وويل چې ايف آئي اے د بشرا بي بي آډيو فارنزک لپاره لېږلې ده او د تحقيقاتو لپاره د بشرا بي بي نيول پکار دي.

وکیل سلمان صفدر ویلي، له بشرا بي بي څخه درې ساعته پوښتنې ګروېږنې شوې دي.

قاضي طاهر عباس سپرا پوښتنه وکړه چې مسله د رسيدونو ده، آډيو له کومه راغلې؟ په دې اړه تحقیقاتي افسر وویل چې د آډیو لیک په اړه یې د بشری بي بي څخه پوښتنه وکړه چې ایا دا د هغې ده که نه؟ بشری بي بي وویل ما داسې کوم غلط کار نه دی کړی، بشری بي بي وویل چې لیک شوی آډیو زما نه ده.

تفتیشي افسر غوښتنه وکړه چې د بشری بي بي د غږ اوریدو لپاره دې وخت ورکړل شي.

عدالت د تحقيقاتي افسر درخواست منظور کړ او اوريدنه يې وځنډوله او د بشرا بي بي عبوري ضمانت يې د ستمبر تر 12مې نيټې پورې وغځوله.

Leave a reply