په هېواد کې نن د يو تول سرو زرو په بيه کې د زرو کلدارو کموالى راغلى دى.
باغی ټی وی رپورټ
نن په کور دننه د يو توله سرو زرو په بيه کې لس زره ٥٠٠ کلدارې کمې شوې دي.
په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه د لسو نيمو زرو کلدارو له کمېدو وروسته دوه لکه ٢٢ زره ٣٠٠ کلدارو ته رسېدلې ده.
د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۹ زره ۲ کلدارو په کمېدو سره ۱ لاکه ۹۰ زره ۵۸۶ روپۍ ته رسېدلې ده.
بل خوا په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه له پنځو ډالرو څخه ١٩٢٦ ډالرو ته راټيټه شوې ده.