د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري وايي د بجلۍ په بیلونو د سیلز ټیکس نه کمولو وړاندیز یې کړی دی.

0
89

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد کې د سندهـ گورنر کامران ټيسوري د نگران وزيراعظم سره د ليدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې وويل وزيراعظم په دغه ليدنه کې تاجرانو ته د امداد ورکولو عزم څرگند کړی دی په داسې حال کې چې د تاجرانو ټولنه د سمگلنگ مخنيوي دپاره د پورته کړی شوي گامونو ستاينه کوي.

د سندهـ ګورنر وويل د بجلۍ په بيلونو کې د سيلز ټيکس نه کمولو وړانديز يې کړی دی، په بجلۍ باندې 24 روپۍ سيلز ټيکس هغه وخت نافذ شوی ؤ چې دا سل روپۍ ؤ، په بجلئ باندې د سيلز ټيکس تقريباً 50 فيصده زيات شوی دی.

کامران تیسوري وویل چې نن د ډالر بیه ۳۰۰ روپۍ ده، تجویز دی چې سیلز ټیکس دې ۲۴ روپو ته پورته کړل شي، که په سیلز ټیکس کې ۵۰ فیصده رعایت ورکړل شي نو نرخ کې به له ۱۰ نه تر ۱۲ روپو کموالی راشي. د سوداګرو لپاره لوی راحت.

د سندهـ گورنر زياته کړه چې په راتلونکو ورځو کې د ډالر په بيه کې د ١٨ روپو کميدو امکان دى، په راتلونکو لسو ورځو کې د ډالر بيه د ٣٠٠ؤ دننه وينم.

Leave a reply