د پاکستان د دفاع او شهيدانو د ورځې په مناسبت د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ شهيدانو او غازيانو ته خراج تحسين وړاندې کړ.
باغی ټی وی رپورټ
نن په ټول هېواد کې د شهيدانو او غازيانو ورځ نمانځل کېږي چې د ۱۹۶۵ کال په جګړه کې يې د دښمنانو ناپاکه اراده ناکامه کړه.
په دې موقع نگران وزيراعظم انوارالحق كاكټر اسلام آباد كښې د شهيدانو په يادګار كښې ګډون وكړو چرته چې هغه د ګلونو ګېډۍ كښېښوده او دعا يې وكړه۔
نگران وزيراعظم په خپل پېغام کښې وئيلي دي چې نن پاکستان د انتها پسندۍ، ترهګرۍ او بهرنۍ جارحيت په شان د امنيتي چيلنجونو سره مخامخ دے.
ده ووئيل چې ولس د هېواد د سلامتۍ او پرمختګ په ضد د شومو ارادو د شنډولو لپاره د خپلو زړورو قوتونو سره ولاړ دے٬ دوي به په سخت محنت او عزم سره پاكستان د هر قسمه امنيتي او اقتصادي ننګونو څخه ساتي۔
نگران وزيراعظم وويل د جمو او کشمير اوږدمهاله شخړه د سيمې د امن او سلامتۍ لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده او نړيواله ټولنه بايد د دې ستونزې په هواري کې خپل کردار ادا کړي.