د پاکستان د تحریک انصاف مشر پرویز الهي له خوشي کېدو وروسته یو ځل بیا ونیول شو.

0
104

باغی ټی وی رپورټ

پروېز الهي خوشې شو او د وکيل په موټر کې ولېږدول شو، خو کله چې د پوليسو له ليکو څخه څه واټن ته ورسېد، بېرته ونيول شو.

دسرچينو له مخې پرويز الهي داسلام اباد دپوليسو دترهه ګرۍ ضد څانګې لخوا نيول شوى دى.

د پمز هسپتال د ډاکټرانو یوه ډله د پرویز الهي معاینه کولو لپاره پولیس لائن ته رسیدلې ده. سرچينې زياته کړې، چې د ډاکټرانو يوه ډله به يې معاينه کوي.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د 3MPO لاندې د پرويز الهي نظربندي معطل کړې او د هغه د خوشي کولو حکم ئې ورکړے دے۔

عدالت پروېز الهي ته په راتلونکې اورېدنه کې د حاضرېدو او بيان نه ورکولو هم حکم کړی دی.

Leave a reply