د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د بورې بيې په خپل حال پاتې دي.

0
186

باغی ټی وی رپورټ

د مارکیټ زرائعو ترمخه په کوئټه کښي د فی کلو چینی په نرخ کښي پنځه روپئ زیاتوالی راغلی دی چی ورسته د فی کیلو شکری نرخ د 220 روپو نه 225 روپو ته رسیدلی دی.

د بازار سرچينې وايي، چې د ښار په بهر کې د بورې بيه تر ٢٣٠ کلدارو پورې پلورل کېږي او په تېرو پنځو ورځو کې د يو کيلو بورې بيه ٤٥ کلدارې لوړه شوې ده.

بل خوا د کراچۍ په هول سیل مارکیټ کې د بورې بیه یو روپۍ کمه شوې او په فی کیلو یې ۱۷۴ روپۍ او په پرچون سطح کې بوره د ۱۸۵ روپو نه تر ۲۰۰ روپو پورې خرڅیږي.

د مارکیټ زرائعو ترمخه د اکبری منډی ټولو ډیلرانو خپل ریکارډونه خراب کړی دی چی له وجی ئي د دوه ورځو راهسی د تیلی فون په ذریعه نرخونه جاری دی.

بلخوا په پيښور کې په پرچون بازار کې د بورې بورۍ په دوه سوه روپۍ خرڅيږي، په هول سيل بازار کې د في کيلو بورې بيه ١٨١ روپۍ او په هول سيل کې د ٥٠ کلو بورۍ بورې بيه ٩٥٠٠ روپۍ ده.

Leave a reply