د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د نيب ترميمي مقدمې ريمارکس کښې وئيلي دي چې د ريفرنس واپسي له وجوه دا دے چې قانون دې طرف ته دے.

0
202

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د نېب د ترميم په ضد د عمران خان د درخواست اورېدنه کوي.

د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ کې د چيف جسټس ترڅنګ جسټس اعجازالاحسن او جسټس منصور علي شاه شامل دي.

د اوريدنې په مهال جسټس منصور پوښتنه وکړه چې اټارني جنرل چرته دى؟ په دې اړه ايډيشنل اټارني جنرل عامر رحمان وويل چې اټارني جنرل بهر دى، زه به يې ځواب وړاندې کړم.

د اوريدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان د عمران خان وکيل خواجه حارث سره خبرې کړي او وئيلي يې دي د نيب رپورټ مو لوستلي دي؟ نېب د مې مياشتې پورې د ريفرنس واپسۍ وجوهات وړاندې كړل، د ريفرنس د واپسۍ له وجوهاتو څخه څرګندېږي چې قانون دې طرف ته راكړ دى، د كومو كسانو ريفرنسونه چې تر مئي مياشت پورې واپس كړې شوي هغه ټول په ريكارډ كښې راغلي دي، د نېب د سيكشن 23 ترمخه په قانون کې ترامیم په مئ او جون کې راغی، د مۍ نه وړاندې واپس شوي ریفرینسونه اوس هم د نیب سره دي، د نیب لخوا د دې سوالونو ځواب به څوک ورکوي؟ چيف جسټس پوښتنه وکړه چې آيا په دې ترميمونو کې داسې کوم شق شته چې د هغې لاندې دې مقدمې نورو فورمونو ته حواله کړل شي؟ د دې ترامیم وروسته د نیب ډیره برخه کار پای ته رسیدلی دی.

خواجه حارث وويل نيب د نورو ادارو ته د کيسونو د لېږلو کوم قانوني اختيار نه لري، جسټس منصور ريمارکس ورکړو چې داسې نه ده چې په نيب سره مقدمې ختمې شي او ملزمان کور ته لاړ شي؟ قانون ته اړتیا نشته چې دوسیې نورو فورمونو ته ولیږدول شي، کومې قضیې چې جوړې شوې دي هغه به کوم فورم ته ځي.

جسټس منصور زياته کړه چې د نيب په قانون کې د سپريم کورټ ججانو ته کوم استثنیٰ نشته، د آرټيکل 209 لاندې يواځې جج برطرفه کيدلی شي او د هغه بحالۍ ممکن نه ده.

د پاکستان چيف جسټس ريمارکس کې وئيلي چې رياستي اثاثې د کرپشن، سمگلنګ يا د سرمايې په غيرقانوني منتقلۍ کې دي نو کارروائي دې وشي، د افسوس خبره ده چې په قانون کې د دغو جرمونو واضح تعريف نه دی شوی، دا د رياست ذمه واري ده. ترڅو خلک هوسا او خوندي شي.

Leave a reply