اسلام اباد هائي کورټ د 3MPO لاندې د پي ټي آئي صدر او د پنجاب پخواني وزيراعلي پرويز الهي نظربندي معطل کړې ده۔

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ کې د اورېدنې په مهال عدالت پوښتنه کړې چې په اسلام اباد کې کوم هړتال يا جلسه ده؟ په دې اړه د پروېز الهي وکيل وويل چې موکل يې کومه جلسه، جلوس يا بلوا نه ده کړې، د شهريار آفريدي په ضد د ورته حکم په ورکولو د ډي سي اسلام آباد په ضد د توهين عدالت کارروائي روانه ده.
محکمې وپوښتل چې پروېز الهي د لومړي ځل لپاره کله نیول شوی؟ وکیل وویل چې پرویز الهي د جون په لومړۍ نیټه نیول شوی دی.
جسټس طارق محمود جهانګيري وويل پرويز الهي د دريو مياشتو نه زيات وخت په حراست کې دی.
عدالت پروېز الهي ته امر کړی چې تر راتلونکې اوریدنې پورې دې هیڅ بیان نه ورکوي
وروستو عدالت د 3MPO لاندې د پي ټي آئي صدر او د پنجاب پخواني وزيراعلي پرويز الاهي د خوشي کولو امر وکړو او د هغه نظربندي ئي وځنډوله۔
عدالت ډي سي اسلام آباد ته د سه شنبې په ورځ نوټس جاري کړی او پروېز الهي ته يې په راتلونکې اورېدنه کې د حاضرېدو امر کړی او ويلي يې دي چې پروېز الهي به تر راتلونکې اورېدنې پورې هيڅ بيان نه ورکوي.
د پروېز الهي خوشې کېدل او نیول
ياده دي وي چي تيره ورځ لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي صدر پرويز الاهي د خوشي کولو احکامات جاري کړي وو او وئيلي ئي وو چي هيڅ اداره يا اختيار به پرويز الهي نه ګرفتاري کوي ولي د عدالت حکم باوجود اسلام آباد پوليس هغه د عدالت نه بهر نيولي وو۔ پروېز الهي ونيول شو.
لاهور هائي کورټ د عدالتي حکم باوجود د پرويز الهي په ګرفتارۍ خپله غصه څرګنده کړې وه او سيشن جج اٹک ته ئي حکم ورکړے وو چې پرويز الاهي دې برآمد کړي او عدالت ته دې وړاندې کړي ولې عدالت آئي جي اسلام آباد ته د توهين عدالت نوټس هم جاري کړې دې۔
خو د لاهور هائي کورټ هغه بنچ چې د پروېز الهي د بحالۍ امر يې کړی ؤ بدل شوی دی.





