په هرات کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د نورالجهاد سب سټېشن د بیارغونې چارې پیل شوې
په هرات کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د نورالجهاد سب سټېشن د بیارغونې چارې پیل شوې
له بلې خوا د ترکمنستان پلاوي د افغانستان له خلکو سره خپل چمتووالی او پوره همکاري اعلان کړه او ویې ویل چې دغه پروژه به تر شپږو میاشتو پورې ورسوي. د يادونې وړ ده، چې هرات د افغانستان په لوېديځ کې له څلور ميليونو ډېر وګړي لري، چې ٢٤ ساعته معياري برېښنا ته اړتيا لري.
(2023 / 9 / 5 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د څه دپاسه درې ميليونه افغانيو په ارزښت د هرات په نورجهاد سب سټېشن کې د ترکمنستان د برېښنا د مزي د غځولو کار د هرات د والي، سيمه ييزو چارواکو او د ترکمنستان د پلاوي په شتون کې پرانيستل شو.
مولوي نوراحمد اسلام جار د دې پروژې هرکلى وکړ او ويې ويل چې دا پروژې د ملت په ګټه دي. په همدې حال کې د دې پروژې په جوړېدو سره د ترکمنستان برېښنا له ۱۲۸ څخه ۲۵۰ میګاواټو ته لوړه شوې او د هرات د برېښنا مسوولین ژمنه کوي چې ډېر ژر به د هرات برېښنا چې د دوو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په یوه سرکټ او په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
اړوند موضوعات:
د برښنا بیلونه ولې زیات شوي، څوک، څه مالیه اخلي، له مالیاتو پرته نور سرچارجونه څومره دي؟