د نگران وفاقی حکومت لخوا د بجلئ بلونو کښي راحت ورکولو په لړ کښي مهم پرمختګ شوی دی.

0
91

باغی ټی وی رپورټ

سرچينې وائي چې نگران وفاقي حکومت اولس ته د بجلۍ په زياتو بلونو کې د مرستې ورکولو لپاره د آئي ايم ايف سره خبرې اترې کوي.

د سرچينو ترمخه دبريښنا درانه بيلونو کمولو لپاره به داکتوبر په مياشت کې تر 300 يونټ پورې داستعمال کوونکو په بلونو کې درې زره روپۍ کمې کړل شي په داسې حال کې چې دبريښنا په بلونو کې به درې لکه روپۍ کميږي.

ياده دې وي چې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ له خلکو سره د مرستې ژمنه کړې وه، خو لوړپوړي حکومتي سرچينې وايي، چې د پيسو نړيوال صندوق تر اوسه د برېښنا د بيلونو د ځنډولو په اړه د پاکستان غوښتنه نه ده منلې.

دی نیوز کې د مهتاب حیدر د راپور له مخې، سرچینې وايي چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستاني مذاکره کوونکو ته ډېر سخت وخت ورکوي، دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د اضافي بیلونو د ورکړې پر فارمول یوې هوکړې ته ورسېږي.

Leave a reply