قومي احتساب بيورو (نيب) د پنجاب اسمبلۍ پخوانې سيکرټري محمد خان بهټي نيولی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د نیب ذرائعو ترمخه محمد خان بهټي د نیب لاهور ټیم د ګوجرانواله نه نیولی دی.
د نېب ذرائع وائي چې محمد خان بهټي باندې د يو ارب روپو نه زياتې روپۍ اخستلو تور لګولې شوې دې، هغه به سبا د نيب عدالت ته وړاندې کولے شي۔
محمد خان بهټي د پخواني وزيراعلي پروېز الهي پرنسپل سيکرټري هم پاتې شوی دی.