د نگران وزيراعظم انور حق کاکړ د بجلۍ په بلونو کښې عوامو ته د فوري امداد ورکولو وعده تر دې دمه نه ده پوره شوې۔

باغی ټی وی رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ له خلکو سره د مرستې ژمنه کړې وه، خو لوړپوړي حکومتي سرچينې وايي، د پيسو نړيوال صندوق تر اوسه د برېښنا د بيلونو د ځنډولو په اړه د پاکستان غوښتنه نه ده منلې.
د سرچينو ترمخه د ائي ايم ايف لخوا دخارجه وزارت اؤ انرژۍ وزارت ته پوښتنې ليږل شوي خو ځواب يې نۀ دى ترلاسه شوى اؤ ائي ايم ايف پاکستاني مذاکرات کارانو ته سخت وخت ورکوي.
سرچينې وايي، تر دې مهاله پاکستاني چارواکي د برېښنا د بلونو د ورکړې په فارمول کې له ايي اېم اېف سره موافق نه دي، خو پاکستان به له دغه هدفه سرغړونه نه کوي، ځکه چې پاکستان IMF ته ډاډ ورکړی دی.
ياده دې وي چې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د بجلۍ د بلونو په ضد د ملک په کچه د احتجاج نوټس اخستې او د وفاقي کابينې غونډه يې رابللې وه او په خپله وينا کښې انوارالحق کاکړ وئيلي وو چې د بجلۍ بلونو مسله لويه ستونزه نه ده، ژر به خلکو ته راحت ورکړي.
په دې لړ كښې د خزانې نگران وزير شمشاد اختر د آئي اېم اېف له چارواكو سره ورچوئل ملاقات هم وكړو چې پكښې يې د بجلۍ د زياتو بلونو په ضد د احتجاج او خلكو ته د مرستې وركولو په اړه تجويزونه وركړل او په دې لړ كښې يې له پاكستان څخه د تحريري پلان غوښتنه وكړه۔






