د اسلام اباد د فساد ضد محکمې د پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري د لور ایمان مزاري ضمانت منظور کړی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنین په باړه کهو پولیس سټیشن کې د ایمان مزاري په ضد درج مقدمه کې د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د ایمان وکیل زینب جنجوعه دلیلونه وړاندې کړل چې پکې د پولیسو پراسیکیوټر راجا نوید حاضر شو.
عدالت د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د ايمان مزاري ضمانت د لس زره روپو په ضمانت منظور کړے دے۔
ياده دې وي چې د اګست په ۲۸مه د اسلام اباد عدالت د غدارۍ او تحريک په مقدمه کې د ايمان مزاري ضمانت منظور کړی و، چې وروسته هغه له اډياله جيل څخه خوشې شوه.
خو له جيل څخه د خوشې کېدو سمدستي وروسته اسلام اباد پوليسو د باړې کهو په پوليس سټيشن کې د مقدمې درج کولو کې ايمان مزاري ونيوله.
بل خوا د اسلام اباد هائي کورټ د اسلام اباد نه د ايمان مزاري د نيولو او د اګست د شلمې نيټې نه وروستو په هيڅ صورت د هغې د نه نيولو حکم غځولی دی.