د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د غلطو معاهدو له وجې د بجلۍ نرخونه ورځ په ورځ زياتيږي او مونږ د بجلۍ لپاره ژړل چې په مونږ باندې پټرول بم استعمال شو۔

0
119

باغی ټی وی رپورټ

په راولپنډۍ کې د ځوانانو لوی کنونشن ته په خپله وینا کې سراج الحق اوویل چې د بجلۍ په بلونو کې ۱۶ ډوله ټېکسونه لګول شوي، د پاکستان سیاست او اقتصاد د آی ایم ایف پوروړی دی، د ۱۳ ګوندي اتحاد پي ټي ایم د خلکو غلام کړی دی. IMF. دوی به په هیڅ صورت د IMF غلامي ونه مني.

ده ووئيل اشرافيه تر 500 اربه نه زياته وړيا برېښنا مصرفوي، كه ولس غلي پاتې شي نو په راتلونكي كښې به د ساه اخيستلو لپاره ټېكس وركړے شي۔

د جماعت اسلامي امير وويل حکمرانانو هيواد دخرابۍ په لوري روان کړى دى، دنړيوالو ادارو رپورټ وائي پاکستان کې ٩ ميليونه ځوانان دمخدره موادو کاروباريان دي اؤ ٨ مليونه خلک له پاکستانه وتلي دي.

سراج الحق زیاته کړه چې کومو ګوندونو چې پنځه کاله حکومت کړی د ملک امن خراب کړی دی، په ملک کې د غلو راج دی، بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د امن او امان صورتحال خراب دی، که ولس چانس ورکړي نو ختم به شي. په لومړي فرصت کې د سودي سیسټم ..

د جماعت اسلامي امير وويل د زرداري ستونزه د بلاول او د نواز شريف ستونزه د مريم وزيراعظم جوړول دي، د حکمرانانو په بنک اکاونټونو کې زياتوالى او خلک د سر درد په تمه دي، حکومت د پټرولو بيې لوړې کړې دي. د 15 روپو سره د بورې نرخ 180 روپو ته رسیدلی دی، د دې وخت راغلی چې خلک د غلو حکمرانانو په وړاندې ودریږي.

Leave a reply