د بښنې نړیوال سازمان په کابل او نورو ځایونو کې د امنیتي کمرو پر نصبولو نیوکه کړې

0
135

د بښنې نړیوال سازمان په کابل او نورو ځایونو کې د امنیتي کمرو پر نصبولو نیوکه کړې

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت دا اقدام د خلکو پر وړاندې یوه سخته پالیسي ده. د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی او د مصنوعي استخباراتو او بشري حقونو په برخه کې مشاور، میټ محمودي په دې راپور کې ویلي: «په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د ۶۲۰۰۰ امنیتي کامرو نصبول او د ملي امنیت په نوم د خلکو ډله ییزه څارنه ده.

 

(2023 / 9 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته له هغې چې د کورنیو چارو وزارت په کابل او ځینو مهمو ځایونو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کامرو د نصبولو اعلان وکړ، د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې په کابل کې د امنیتي کمرو نصبول په عامه ځایونو کې د افغانانو له حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت دا اقدام د خلکو پر وړاندې یوه سخته پالیسي ده. د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی او د مصنوعي استخباراتو او بشري حقونو په برخه کې مشاور، میټ محمودي په دې راپور کې ویلي: «په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د ۶۲۰۰۰ امنیتي کامرو نصبول او د ملي امنیت په نوم د خلکو ډله ییزه څارنه ده.

دا په ډاګه کوي چې دا په عامه ځایونو کې د افغان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو له اساسي حقونو څخه سرغړونه کوي.” خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کار یې د ښه امنیت د تامین او د مجرمینو د پېژندلو په موخه کړی دی.

اړوند موضوعات:

انتقاد عفو بین‌الملل از نصب دوربین‌های امنیتی در کابل و مکان‌های دیگر

په همدې حال کې که څه هم د پلازمېنې ښاریان د امنیتي کمرو نصبول د خلکو په ګټه ګڼي؛ خو دوی د ښاریانو له خوا په ورکړل شوي لګښت نیوکه کوي.

Leave a reply