د پنجاب پخوانې وزيراعلي چوهدري پروېز الهي چې د لاهور نه نيول شوی د اٹک جېل ته لېږدول شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ د پاکستان د تحريک انصاف صدر او پخوانى وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي د اسلام آباد پوليس د کانال روډ نه نيولي وو۔
پروېز الهي د لاهور هاي کورټ نه د لاهور پوليس په حفاظت کې کور ته روان وو، خو د اسلام اباد پوليسو د ظهور الهي هاؤس سره نزدې د پروېز الهي موټر ودرولو، هغه يې له ګاډي څخه راوويست او په ګاډي کې يې په ډنډو ووهلو.
له دې وړاندې د لاهور هائي کورټ د چوهدري پروېز الهي د خوشي کولو امر کړی وو. عدالت په ليکلي حکم کې وئيلي دي چې پرويز الاهي به د نيب يا کومې ادارې او ادارې لخوا نه نيول کيږي او پرويز الاهي به د هيڅ قانون لاندې نه نيول کيږي.
د اسلام آباد د پوليسو د سرچينو له مخې پروېز الهي د درې اېم پي او لاندې نيول شوی دی.
خو دسرچينو ترمخه دپنجاب پخوانى وزيراعلي پرويز الهي چې دلاهور څخه نيول شوى ؤ په سختو امنيتي حالاتو کې اٹک جيل ته ليږدول شوى دى.
سرچينې وائي پروېز الهي به د 3 ايم پي او لاندې ١٥ ورځې اډياله جيل کې بندي وي.






