د پخواني ولسمشر پروېز مشرف نوم په ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) کې د شاملولو د مقدمې اورېدنه په سپريم کورټ کې شوې ده.

0
244

باغی ټی وی رپورټ

چيف جسټس عمرعطا بنديال دکيس اوريدنې لپاره بينچ جوړ کړى، دچيف جسټس په مشرۍ کې درې کسيزه بينچ به په 5م ستمبر دکيس اوريدنه کوي.

په بنچ کې د جسټس عمر عطا بندیال نه علاوه جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او جسټس جمال مندوخیل هم شامل دي.

ياده دي وي چي په دريم نومبر کال 2007ء په ملک کښي د ايمرجنسي نافذيدو نه پس يو وکيل د پرويز مشرف نوم اي سي ايل کښي شاملولو غوښتنه کړي وه۔

پخوانی ولسمشر پروېز مشرف چې د اساسي قانون د تعلیق او غدارۍ په ګډون له ګڼو قضیو سره مخامخ و، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۵مه له دارفاني څخه ووت.

Leave a reply