د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه
افغانستان د ریل پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د چابهار بندر څخه لیدنه وکړه. د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې سفر کې یو شمېر ایراني چارواکو هم حضور درلود او د چابهار بندر اقتصادي مرستیال انجنیر شهدادي وویل چې د چابهار بندر د لا پراختیا لپاره قوي اراده لري.
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ مشر د غبرګولي په شپږمه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ د درېیمې برخې د لېږد رالېږد د چټکتیا، د اورګاډي د ادارې کارکوونکو ته د موقتي تخنیکي زده کړو د برابرولو او د رېل پټلۍ د ادارې کارکوونکو ته د موقتي تخنیکي زده کړو د برابرولو په هدف ایران ته سفر کړی دی.