د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري وايي د عامو انتخاباتو د ځنډولو پریکړه د الیکشن کمیشن اختیار دی.

0
204

باغی ټی وی رپورټ

د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري په لندن کې د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي سره لیدلي او د هیواد په روانو حالاتو یې خبرې کړي دي.

د غونډې وروستو د يو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د سندهـ ګورنر وويل عام انتخابات دې د بې طرفه مردم شمارۍ وروستو ترسره شي، د انتخاباتو د ځنډولو فيصله د اليکشن کميشن په اختيار کې ده.

هغه وويل، چې دولت بايد د خپلې واکمنۍ د ټينګښت لپاره د مې د نهمې نېټې د پېښو په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي، د مې د نهمې نېټې په پېښه کې لاس لرونکي څوک به ونه بخښل شي.

Leave a reply