کابل کې میشت د ترکیې سفیر د خپل ماموریت څخه د مخې ښې لپاره د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل.

0
84

کابل کې میشت د ترکیې سفیر د خپل ماموریت څخه د مخې ښې لپاره د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل.

31 اګست پنجشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره د مخه ښې کتنه وکړه.

 

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د ترکیې سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، په تېرو دوه نیمو کالو کې په افغانستان کې په کار خوښ یم او تل زموږ لومړیتوب د افغانانو نېکمرغي او سعادت وو. له همدې امله پخوا او اوس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکار یوو.

 

نوموړي له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د ترکیې د سفارت او قونسلګریو د امنیت د تامین مننه او ټينګار وکړ چې له افغانستان سره به په راتلونکي کې زموږ مرستې او همکارۍ زیاتې شي.

 

ښاغلي جهاد ارګینای وویل، اوس د افغانستان او ترکیې سوداګریزې اړیکې د کال درې سوه میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته رسېدلي او هیله من یوو چې په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې یو میلیارد ته زیاتې شي.

 

نوموړي څرګنده کړه چې د ترکیې تاجران او پانګوال یې تل په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي جهاد ارګینای ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، د افغانانو او ترکیې دوستي پخوانۍ او صمیمي ده او زموږ هیوادونو تل نېک او ښه مناسبات لرلي دي

 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ترکیې سره په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او وې ویل، هیله من یوو چې افغان تاجرانو ته د ویزو په ورکړه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او اسلامي امارت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکي پانګوالو ملاتړ کوي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې بهر ته د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخنیوي ته په اشارې وویل، هیله ده په افغانستان کې اقتصادي او پراختیایي پروژې ترسره شي، ترڅو افغان ځوانان په کار بوخت شي او د خپل هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هیواد بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو سره لیدلي.

 

همدارنګه یې د ترکیې جمهوریت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي.

Leave a reply