اسلامي امارت د هیواد د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه د ځینو داخلي او خارجي شرکتونو سره لاسلیک کړي.
اسلامي امارت د هیواد د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه د ځینو داخلي او خارجي شرکتونو سره لاسلیک کړي.
31 اگست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور نن د پنجنشبې په ورځ د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې یاد کانونه په لاندې ډول په قرارداد ورکړل شوي، چې پکې د تخار ولایت سمتي طلا کان د 310 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت چاینا او زړور افغانستان شرکتونو ته د 5 کلونو مودې لپاره.
همدا راز د مس عینک دوهم کان د 411 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت تویار خصوصي شرکت ته د 30 کالو مودې لپاره، د غور ولایت د سرب و جست کان 2 بلاک د 537 میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو ته د 30 کالو مودې لپاره په قرارداد ورکړل شو.
همدا راز د غوریان اول بلاک د اوسپنې کان د 2.8 میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت وطن درخشان، سازه های صنعتی آذارن او د ملي پراختیا شرکتونو ته د 30 کالو په موده.
غوریان دوهم بلاک د اوسپنې کان د 874 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ساحل شرق میانه، ایپیکول ترکي او دره نور شرکتونو ته 30 کالو په موده.
•غوریان دریم بلاک د اوسپنې کان د 572 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د شمش ملي او جي بي اېم بریټانوي شرکتونو ته د 30 کالو په موده.
اړوند موضوعات
د کانونو وزارت سرپرست وزیر د افچین کمپنۍ له رئیس سره یادې کمپنۍ د فعالیتونو په اړه لیدلي.
غوریان څلورم بلاک د اوسپنې کان د 1 میلیارد او 17 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د باختر فولاد، احیا سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونو ته د 30 کالو په موده.