سپريم کورټ کښې د نادرا قواعدو کښې د ترميم خلاف درخواست دائر کړے شوے دے۔

0
193

باغی ټی وی رپورټ

درخواست کوونکي اويس الرحمان غوښتنه کړې چې د نادرا د چيئرمېن د تقررۍ په قوانينو کې دې ترميم د نادرا آرډيننس او ​​آئين سره په ټکر کې بللى شي.

درخواست کښې استدعا شوې چې د نادرا چيئرمين د خپلې دورې په دوران کښې په کوم بل خدمت، کاروبار، پيشه يا ملازمت کښې ګډون نۀ شي کولے، د نادرا د چيئرمين د تقررۍ په قوانينو کښې ترميم د نادرا آرډيننس د سيکشن 34 سره په تضاد کښې دے.

درخواست کوونکي غوښتنه کړې چې د نادرا د چیئرمین د تقررۍ عمل دې د قانون او شفافیت له مخې سرته ورسول شي او تر پرېکړې پورې دې وفاقي حکومت د نادرا قواعدو 5 نه پوره کوونکې امیدواره د تقررۍ نه منع کړي.

درخواست کوونکي استدلال وکړ چې د نادرا د چيئرمېن تقرر په ډېر شکمن انداز کې کېږي، د رياست د پاليسۍ جوړولو او عملي کولو لپاره د مسؤلو چارواکو تقرر بنيادي حقونه متاثره کوي.

په درخواست کې استدلال شوى چې منتخب وفاقي حکومت په ٦٠ ورځو کې دننه د نادرا د چيئرمېن په تقررولو کې ناکامه شوى، په داسې حال کې چې د اشتهار د خپرېدو وروستو په قواعدو کې بدلون دا ثابتوي چې حکومت د يو خاص فرد ګټه پورته کول غواړي.

درخواست کوونکي استدلال وکړ چې د حکومت د دورې د ختمېدو په وروستۍ ورځ د مرکې نوټس جاري کول د مساوي فرصتونو له اصولو څخه سخته سرغړونه ده.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې نگران وفاقي کابينې د نادرا د چيئرمېن د تقررۍ په قوانينو کې د بدلون منظوري ورکړې وه چې له مخې به يې حاضر سروس پوځي افسران هم د نادرا چيئرمين په توګه ټاکلې شي.

دسرچينو ترمخه په قوانينو کې دترميمولو له لارې به يو افسر د نادرا د چيئرمېن په چوکۍ د ډيپوټيشن يا ثانوي په توګه ټاکلى شي.

Leave a reply