سوداګرو د پاکستان نوي ګمارل شوي چیف کلکټر د پاک افغان تجارت په اړه د خنډونو په لړ کښې بریفنګ ورکړې

0
68

نصیب شاه شینواري

د آل پاکستان کسټم ايجنټس ايسوسي ايشن (APCAA) د مرکزي مشر ضياء الحق سرحدي په مشرۍ د سوداګرو يو پلاوي د خيبر پښتونخوا نوي ګمارل شوي چيف کلکټر کسټم محمد سليم سره وليدل او هغه ته يې د ستجارت په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه معلومات ورکړل.

د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي غړو محمد سليم ته د دويم ځل لپاره د چيف كلكټر ګمرک په ذمه وارۍ په غاړه اخستو مباركي وركړه۔

د وفد غړو کښي د فرنټئير کسټم ايجنټ ايسوسي ايشن نائب صدر امتياز احمد علي او ايګزيکټيو غړو منصور احمد، ارشد خان، محمد جاويد او طارق اقبال شامل وو۔
ضياء الحق سرحدي په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې اوسمهال د مېوو د موسم له امله له افغانستان څخه د تازه مېوو او سبزيجاتو په لېږد کې ډېرى لارۍ راځي. د نوموړي په خبره، هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ لارۍ د صابون ډبرو او د سکرو هم پاکستان ته راځي.

خو هغه زياته کړه، چې په تورخم کې د سرحدي ترمينل د جوړولو لپاره د ملي لوژستيکي څانګې (NLC) له خوا له تېرو څو کلونو راهيسې د ودانيو د جوړولو چارې د دغو موټرو په تګ راتګ کې د ځنډ لامل کېږي.

ضیا سرحدی چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) رییس هم دی، وویل چې په پوله د ګمرک او نورو اهلکارو په ګډون د بیلابیلو څانګو لخوا د موټرو د اوږد چک له امله د ځنډ لامل کیږي.

د وفد غړو د ګمرک چيف کلکټر ته خبر ورکړو چي د ګمرک کليئرنګ ايجنټان د ډيرو ستونزو سره مخ دي کوم چي زر تر زره حل کول پکار دي۔

د اضا خیل ډرایپورټ په اړه د پلاوي غړو د ګمرک چارواکو ته وویل چې په بندر کې ډیری کانټینرونه بند پاتې دي او په پاکولو کې له ډیر ځنډ سره مخ دي چې له امله یې سوداګرو باندې د درنو مالي زیان لا مل جوړبږي.

دوی وویل د کارګو اورګاډو د غیر فعال حالت له امله د پاکستان ریلوې له لارې صادرات له تیرو څو کلونو راهیسې بند دي چې باید پرانستل شي.
دوی ټینګار وکړ چې د اورګاډي کارګو له لارې د ټرانسپورټ دا ډول اقتصادي وسیله د سوداګرۍ ټولنې ته د راحت ورکولو لپاره ددې بیارغونې ته اړتیا لري.

د سوداګرو لخوا پورته شوي ټکو ته په ځواب کې، د خیبرپښتونخوا د ګمرکونو چیف کلکټر، محمد سلیم وویل چې د مناسب تجارتي فعالیتونو دوام ډاډمن کولو لپاره د ګمرک ډیپارټمنټ او د سوداګرۍ ټولنې ترمنځ اړیکې خورا مهمې دي.

ده د سوداګرې ټولنې له نظریاتو سره د موافقې څرګندونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو خنډونو د لرې کولو لپاره به د پاک افغان سوداګرۍ ګړندی کولو او د سوداګرۍ ټولنې ته د سوداګرۍ آسانتیا برابرولو لپاره به اړین اقدامات وکړي.

Leave a reply