د پاکستان سټاک ایکسچینج د سخت رجحان سره دوام لري.
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس کې نن د کاروبار د پیل نه پس د مندی رجحان لیدل شوی او په یو وخت کې انډیکس د 1774 پوائنټونو په کمیدو سره 44470 ته رسیدلی چې د نن ورځې په کاروبار کې د 3.5 فیصدو نه زیات کمی دی.
د پاکستان سټاک ایکسچینج تر دې دمه په تیرو دریو سیشنونو کې 2900 له لاسه ورکړی او امکان دی چې د سټاک ایکسچینج کې د شدید کمښت له امله به د سود کچه لوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد سهیل وايي، د روپۍ په ارزښت کې کموالی او د سود د نرخ د لوړېدو وېره د سټاک مارکېټ د سقوط لامل دی.