اسلام آباد هائي کورټ آئي جي اسلام آباد باندي 25 زره روپئ جرمانه لګولي ده۔

0
154

باغی ټی وی رپورټ

د پي ټي آئي د پخوانۍ مشرې او پخوانې وفاقي وزيرې شيرين مزاري نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) نه ويستلو درخواست کښې پرمختګ شوې دې چې پکښې عدالت د بار بار حکمونو باوجود جواب جمع نه کولو له وجې آئي جي اسلام آباد ته جرمانه اورولې ده۔ .

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري په درې پاڼو مشتمل ليکلې فيصله جاري کړه۔

عدالت ویلي چې آی جي دې د راتلونکې اوریدنې نه وړاندې درخواست کوونکې شیرین مزاري ته ۲۵ زره روپۍ ورکړي.

عدالتي حکم کښې وئيلي شوي دي چې د اګست په دويمه نيټه آئي جي اسلام آباد ته په يوه هفته کښې دننه جواب جمع کولو حکم ورکړے شوے وو ولې تر لسم اګست پورې ئي جواب جمع نه کړے شوے دے۔ ځواب.

د اسلام اباد هائي کورټ قاضي وويل چې د عدالت د حکم له مخې ځواب ولې جمع نه شو؟، آئي جي دې پلټنه وکړي او عمل دې وکړي او په دوه هفتو کې دې ځواب ورکړي.

Leave a reply