د اسلام اباد هائي کورټ د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري لور ايمان مزاري د اسلام اباد نه د وتلو او د اګست د شلمې نيټې نه وروستو د هغې د نه نيولو حکم وغځولو.

0
91

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د ايمان مزاري د کيسونو تفصيلات او حفاظتي ضمانت وړاندې کولو درخواست سماعت کړ په کومه کښې چې د داخله وزارت چارواکي عدالت ته وړاندې شول۔

د اورېدنې په مهال عدالت پوښتنه وکړه چې ایا تاسو په صوبو کې د ایمان مزاري په ضد د درج مقدمو تفصیل طلب کړی دی؟ په دې اړه د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې په اسلام اباد کې د ایمان مزاري په ضد مقدمه درج شوې ده، وفاقي حکومت په داسې معاملو کې صوبو ته امر نه شي کولی.

د چارواکو په ځواب کې جسټس ميا ګل حسن وويل تاسو څنګه خبرې کوئ؟ موږ یوازې د معلوماتو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې لويې څارنوالۍ په محکمه کې دريځ خپل کړ چې حکم دې يو څه وخت ورکړل شي ځکه چې ناوخته دى.

د ایمان مزاري وکیل سلمان اکرم راجا ویلي، موږ ویره لرو چې هغه به بیا له اډیاله زندان څخه ونیول شي.

وروستو عدالت دا حکم هم وغځولو چې د ايمان مزاري د اسلام اباد نه د بهر نه راوستلو او د ۲۰م اګست نه وروستو په کومه پيښه کې د هغې د نه نيولو امر وکړو.

عدالت داخله سيکرټري، آئي جي اسلام آباد او ايف آئي اے ته حکم کړے وو چي ايمان مزاري دي اسلام آباد نه بهر کړي۔

عدالت امر کړی چې داخله سيکرټري دې د صوبو نه د ايمان مزاري په ضد د کيسونو تفصيلات واخلي او تر دوشنبې پورې دې محکمې ته خبر کړي.

Leave a reply