چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا وئيلي دي چې امکان لري په راتلونکو څو ورځو کې د ټولټاکنو مهالوېش اعلان شي.

0
202

باغی ټی وی رپورټ

د اے این پی، بی اے پی او بی این پی وفدونو تیره ورځ چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا سره ملاقات کړی وو.

په دی موقع چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه اوویل چی امکان دی چی د انتخاباتو شیډول به په څو ورځو کښي اعلان شی.

بل خوا په غونډه کې عوامي نېشنل ګوند له چيف اليکشن کميشنر څخه غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون له مخې دې په ٩٠ ورځو کې دننه ټاکنې وشي، د ټاکنو کمېشن بايد د حلقو له ټاکلو مخکې له ګوندونو سره مشوره کړې واى، په دې وخت کې د نويو ټاکنو اړتيا ده. ټاکنیزې حوزې نه وې

د دې تر څنګ د عوامي نېشنل ګوند مشر ميا افتخار حسين رسنيو ته ويلي، چې د ټاکنو کمېسيون چارواکو د جنورۍ په پای او يا د فبرورۍ په نيمايي کې د ټاکنو د ترسره کولو خبره کړې ده.

Leave a reply