د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د بریښنا د بیلونو د معافیت په بڼه د مالیاتو راټولولو په اړه پوښتنې راپورته کړي.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه د آئي ايم ايف چارواکو او ايف بي آر ورچوئل خبرې اترې وکړې چې پکې د ايف بي آر چيئرمين او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو.
سرچينې وايي په خبرو کې د ايي ايم ايف څخه د جولايي په مياشت کې د ټېکس ټولولو په اړه د ايف بي آر څخه بريفنګ واخستو او په دې ترڅ کې د مالي کال 2022-2023 لپاره د ايف بي آر د هدف په اړه خبرې وشوې.
د سرچينو له مخې په خبرو کې د روان مالي کال د هدفونو ترلاسه کولو په تګلاره خبرې اترې شوي او په دې ترڅ کې د اى ايم ايف لخوا هدف ترلاسه کولو کې د ايف بي آر د ناکامۍ د علتونو په اړه پوښتنې شوي دي.
د سرچينو ترمخه د ايف بي آر چارواکو د آئي ايم ايف چارواکو ته وئيلي دي چې د روان مالي کال هدف به ترلاسه کولى شي.
د سرچينو له مخې د آئي ايم ايف چارواکو ايف بي آر څخه پوښتنه کړې چې که د بجلۍ په بلونو کې رليف ورکول کيږي نو د ټيکس په جمع کولو کې به څومره رقم کميږي؟ ایا تاسو به د بریښنا په بیلونو کې د مرستې مالیه کمه کړئ یا دا پیسې له کوم بل وسیلو څخه وباسئ؟
سرچينې وائي ائي ايم ايف دبريښنا په بيلونو کې درايې ورکولو لپاره ليکلي پلان غوښتى دى.






