سيکرټري ايکټ عدالت د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي په څوارلس ورځو جوډيشل ريمانډ جيل ته استولي دي۔

0
168

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام آباد سيکرټ ايکټ کورټ جج ابوالحسنات ذوالقرنين د شاه محمود قرېشي په ضد د سيفرې مقدمې اورېدنه کړې چې پکښې ايف آئي اے شاه محمود د دوه ورځو جسماني ريمانډ مکمليدو نه پس عدالت ته وړاندې کړے دے۔

د مقدمې په لړ کې اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار نقوي، شاه خاور، د شاه محمود وکيل عمير نيازي، شعيب شاهين او بابر اعوان عدالت ته حاضر شول.

د اورېدنې په مهال د اېف آئي اے سپېشل پراسيكيوټر د شاه محمود د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وكړه او وې ويل چې د شاه محمود نه مو موبائل فون او سيفر برآمد كړې شي۔

دسرچينو ترمخه د اوريدنې په مهال قاضي د شاه محمود د پلټنو په اړه د ايف آئي اے نه پوښتنه وکړه چې په دوه ورځو کې کومې پلټنې وشوې؟

عدالت د شاه محمود د نور جسماني ريمانډ په درخواست هم خفګان څرګند کړو او د ايف آئي اے د نور جسماني ريمانډ درخواست ئي مسترد کړو۔

عدالت شاه محمود د څوارلس ورځو په جوډيشل ريمانډ جېل ته ولېږه۔

Leave a reply