د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د نېب د ترميم په مقدمه کې وئيلي دي چې سياسي انتقام بايد د نيب قانون له لارې ختم شي.

باغي ټي وي رپورټ

سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې جسټس اعجازالاحسن او جسټس منصور علي شاه مشتمل درې کسيزه بنچ د نيب ترميم په ضد د پي ټي آئي چيئرمېن د درخواست اورېدنه وکړه۔

دکيس اوريدنې په مهال اټارني جنرل منصور اعوان دحکومت لخوا عدالت ته وړاندې شو.

د اوريدنې په مهال چيف جسټس وويل نيب د 50 کروړه نه کم د کرپشن کيسونه واپس اخستي، دا فرق د کوم قانون لاندې کړی دی؟ په دې اړه وکیل مخدوم علي خان وویل چې نیب په پاکستان کې د احتساب د نظام ساتونکی دی.

په دې اړه جسټس منصور علي شاه وويل چې د احتساب په قوانينو کې تر ټولو سخت قانون د نېب قانون دى، کوم کسان چې د نېب د دائرې نه بهر راځي هغه به د کوم بل قانون لاندې د احتساب په عمل کې شامل کړل شي؟ ایا هغه څوک چې د 50 کروړه ډالرو څخه کم فساد کوي ویاړ کیږي؟

چيف جسټس وويل د نيب د مقدمې رفتار ډير سست دى، د انکوائري په وخت د ملزمانو ګرفتاري د نيب ترميمي 2022 کښې ختمه کړې شوې وه، د انکوائري په سطحه ګرفتاري بيا د جولائي 2023 په نيب قانون کښې شامله شوې وه۔ د نيب په کيسونو کښې د انکوائري په سطحه د ګرفتارۍ نيمګړتياوې ختمې کړې شوې او د نيب او سياستمدارانو ګرفت مضبوطولو لپاره يو ځل بيا د انکوائري په سطحه ګرفتارۍ شوې دي۔

جسټس عمر عطا بندیال ویلي د سیاسي انتقامونو لړۍ دې د نیب قانون له لارې ختمه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *