د پي ټي آئي د پارليماني غړو مشر پرويز خټک وئيلي دي چي د مئ په نهمه نيټه په فوځي تاسيساتو د حملو لپاره جلا ټيمونه جوړ شوي دي۔

0
146

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي د پارليماني غړو د مشر پرويز خټک لخوا د مئ د نهم او 10مئ د پيښو په اړه يو بيان په سوشل ميډيا وائرل شوے دے۔

په دغه بيان کې پرويز خټک وويل کله چې زمونږ حکومت ړنگ شو نو د سبوتاژ منصوبه جوړه شوې وه، ځوانانو ته هم قسم ورکړل شو چې يو قوت تيار کړل شي.

ده وويل چې پر پوځي تاسيساتو د بريدونو لپاره جلا جلا ټيمونه جوړ شوي، په خيبر پښتونخوا کې په جوړ شوي ټيم کې مراد سعيد او علي امين ګنډاپور شامل دي.

پخواني وزيراعلي وويل د دھرنو او جيل بهرو تحريک مقصد د لاټي چارج او جيل وهلو وېره ختمول دي، د پوځ په ضد داسې بريد د ملک سپکاوی دی.

ياده دې وي چې تيره ورځ يوې جلسې ته د وينا په مهال پروېز خټک د پي ټي آئي په چيئرمېن نيوکې کړې وې او ويلي يې وو چې عمران خان فرعون دی او غواړي چې د ژوند لپاره د ملک بادشاه پاتې شي.

Leave a reply