باغي ټي وي رپورټ
د ترجمان ترمخه ملزم ذيشان د اګست په اتلسمه نيټه د خپل ملګري سره په اورنګي ټاون کښې د يو موټر سائيکل سوار نه د ټوپک په زور يو موبائل فون او نغدې پيسې وړې وې۔
د دې پيښې سي سي ټي وي فوټيج هم په سوشل ميډيا وائرل شوے دے چې پکښې ملزم په اسانۍ سره پيژندل کيدے شي۔
د ابتدائي تحقيقاتو په مهال ملزم ذيشان د اورنګي ټاؤن، سائيټ ټاؤن او شاوخوا سيمو کښې د غلا 50 نه زياتو مقدمو کښې د 150 نه زيات موبائيل فونونه او د يو لاکه روپو نه زياتو لوټلو اعتراف کړے دے۔
د پلټنو په مهال ملزم صغیر د ۸۰ نه زیات موبائیل فونونه پیچ کولو اعتراف کړی دی او د ملزم نورو ملګرو ګرفتارولو لپاره هم چھاپې روانې دي.










Leave a Reply