د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزاري لور ایمان مزاري یو ځل بیا نیول شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد یوې محکمې نن د غدارۍ او خیانت په مقدمه کې د ایمان مزاري ضمانت منظور کړ چې وروسته هغه له اډیاله جېل خوشې شوه.

کله چې ايمان مزاري له اډياله جيل څخه ازاده شوه نو د اسلام اباد پوليس د جيل نه بهر موجود وو چرته چې پوليسو هغه بيا ونيوله.

د اسلام اباد پوليسو د ايمان مزاري د سمدستي نيولو لامل نه دی ښودلی، خو له جيل څخه د وتلو سره سم پوليسو هغه ونيوله.

سرچينې وائي چې ايمان مزاري په باړه کهو پوليس سټيشن کې درج شوي مقدمې کې نيول شوى دى.

ایمان مزاري تیره هفته د ترنول پولیس سټیشن کښې درج شوي مقدمې کښې په ضمانت ضمانت منظور کړې شوې وو ولې د ګل په ورځ د غدارۍ په مقدمه کښې هم هغه ضمانت منظور کړې شوې وو چې له وجې ئي د هغې خوشې کیدو فیصله شوې وه.

ایمان مزاري کله ونیول شوه؟

د اسلام اباد ترنول پولیسو د اګست پر ۲۰مه د پخوانۍ وفاقي وزیرې شیرین مزاري د لور ایمان مزاري نیول کېدل تایید کړل.

پولیسو ایمان مزاري په اسلام اباد کې له خپل کور څخه نیولې ده.

په دې اړه د هغې مور او د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري تور ولګاوه چې ښځینه پولیسو او په ساده جامو کې خلکو زما لور ایمان مزاري تښتولې ده.

په سوشل میډیا سایټ ایکس (ټویټر) کې په خپل یو پوسټ کې هغه لیکلي چې چارواکي د کور شاوخوا ګرځیدل، ایمان په خپله کوټه کې ویده وه، چارواکو هغې ته د جامو بدلولو اجازه هم نه ورکوله.

شیرین مزاري په خپل پوسټ کې زیاته کړې چې ښځینه پولیسو او ساده جامو افسرانو زموږ امنیتي کامرې، د ایمان لیپ ټاپ او تلیفون هم له ځانه سره وړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载