د سيکرټ ايکټ لاندې جوړې شوې ځانګړې عدالت د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي په پرله پسې دريم ځل جسماني ريمانډ منظور کړے او هغه يې د دوه ورځو لپاره ايف آئي اے ته حواله کړے دے۔

0
210

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد خاص عدالت جج ابوالحسنات د شاه محمود قرېشي خلاف د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې ايف آئي اے هغه د درې ورځو جسماني ريمانډ پوره کېدو سره عدالت ته وړاندې کړو.

د نيب لخوا اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار نقوي عدالت ته او د شاه محمود لخوا بابر اعوان او شعيب شاهين عدالت ته وړاندې شول.

په دې موقع دمحکمې بهر سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ غير متعلقه کسان دعدالتي کوټې څخه بهر کړل شوي وؤ.

د اوريدنې په مهال ايف آئي اے د شاه محمود قريشي د نور جسماني ريمانډ غوښتنه اوکړه په کوم باندې چې وکيل صفي بابر د جسماني ريمانډ مخالفت وکړو او په خپلو دلائلو کښې يې د سپريم کورټ مختلف فيصلې حواله کړې او ويې ويل چې شاه محمود د سائيفرکيس، آرټيکل 90 او 91 سره هيڅ تعلق نه لري. د سیفر سره ترسره کول.

وکيل صفي بابروان د سيکټريټ ايکټ په محکمه کې د اساسي قانون ٩٠ او ٩١ ماده ولوستله او ويې ويل چې شاه محمود جسماني له ٩ ورځو په جسماني ريمانډ کې دى، پخوا يې کافي ريمانډ ورکړى شوى دى.

بلخوا اسپيشل پراسيکيوټر د شاه محمود موبائيل فون ترلاسه کولو لپاره د 5 ورځو نور جسماني ريمانډ غوښتنه کړې چې بابر اعوان يې سخت مخالفت کړى دى.

د اړخونو دلائل اوريدو نه پس عدالت د شاه محمود نور جسماني ريمانډ په اړه فيصله محفوظ کړے د کومي نه پس ئي د ايف آئي اے درخواست اوريدلي او منلي دي۔

عدالت د شاه محمود د پينځو ورځو نه علاوه د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے او ايف آئي اے ته ئي حواله کړے شوے دے۔

عدالت شاه محمود قريشي په دريم ځل ايف آئي اے ته حواله کړے دے، پخوا ورته څلور ورځي او بيا دري ورځي جسماني ريمانډ ورکړے شوے وو د کوم نه پس د پي ټي آئي وائس چيئرمين د جسماني ريمانډ موده اوس نهه ورځو ته زياته شوي ده۔

Leave a reply