د سندهـ د بجلۍ پخواني وزير امتياز شيخ د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي په غبرګون کې ويلي چې خلک د بجلۍ د ګران بيه بلونو د ادا کولو توان نه لري نو نگران حکومت دې په فوري توګه د بجلۍ په نرخونو کې د ١٥ نه تر ٢٠ روپو پورې کم کړي.

0
208

باغي ټي وي رپورټ

خپل يو بيان كښې امتياز شيخ ووئيل د بجلئ په نرخونو كښې د ناڅاپه زياتوالي په ضد د خلكو احتجاج د اندېښنې وړ دے٬ د كورنيو صارفینو لپاره د مرستې حد دې له 200 يونټ نه 300 يونټ ته اوچت كړې شي٬ په داسې حال كښې چې د بيورو كريټ او سرکاری ملازمينو د وړيا برېښنا سهولت دې ختم كړې شي۔ باید ترسره شي.

ده ووئيل چې اولس د بجلۍ د ګرانو بلونو بار او د آئي اېم اېف سره معاهدې نشي برداشت كولې نو نگران حكومت دې په سمدستي توګه د بجلۍ نرخونه له 15 نه تر 20 روپو پورې كم كړي۔

د انرژۍ پخواني وزير وويل چې د بجلۍ په بلونو کې لګول شوي اضافي ټيکسونه دې په سمدستي توګه واخستل شي، د پيپلز پارټۍ د سندهـ حکومت د پخوا په شان د بجلۍ په نرخونو کې په زياتوالي نيوکې کوي.

ياده دې وي چې په ټول پاکستان کې د بجلۍ د زياتو بيلونو په ضد پرله پسې احتجاجونه روان دي، خلکو نه يواځې د بجلۍ بيلونه سوځولي بلکې له حکومته يې د ټکسونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply