د روغتيا د نړيوال سازمان د پوليو بېړنۍ کمېټې په پاکستان او افغانستان کې د پوليو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د روغتيا نړيوال سازمان د پوليو بېړنۍ کمېټې ويلي، چې په پاکستان کې د پوليو د خپرېدو خطر لا هم پر ځای دی او په پاکستان کې لا هم ډېر ماشومان د پوليو له څاڅکو بې برخې دي.
د روغتيا نړيواله اداره وايي سياسي بې ثباتي، د امن او نظم وضعيت د پوليو د ختمولو په لار کې خنډونه دي، د پوليو واکسين بايکاټ هم لويه ستونزه ده، په افغانستان کې د پوليو پروګرام ناکامي د پاکستان د پوليو پروګرام له خطر سره مخامخولی شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د پولیو ویروس له پاکستان څخه ملاوي او موزمبیق ته هم په نړیواله کچه د پولیو د خپریدو لامل کیدای شي.
د اضطراري کمیټې ویلي چې بهر ته تلونکي پاکستاني او افغان اتباع باید د پولیو واکسین وکړي او سند ورکړل شي، هغه کسان چې له مالاوي او موزمبیق څخه بهر ته سفر کوي هم باید د پولیو واکسین وکړي.