د اسلام اباد د ترهگرۍ ضد عدالت په يو بل مقدمه کې د علي وزير او ايمان مزاري ضمانت منظور کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات د ډار اچونې، تحريک او بغاوت په مقدمه کې د ايمان مزاري او علي وزير د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د استغاثې لخوا راجا نويد حاضر شو، د مزاري مور شيرين مزاري هم حاضره شوه. محکمه
د اوريدنې په مهال وکيل دلائل وړاندې کړل چې د ايمان مزاري جلسه کې د زرو نه زيات کسان موجود وو، ايمان په خپلو خبرو کې وويل رياستي افسرانو غداري کړې ده، د ايمان مزاري د وينا يو ايس بي لا پاتې ده.
بلخوا د ايمان مزاري او علي وزير وکيلانو په عدالت کې د ضمانت لپاره دلائل وړاندې کړل چې په ځواب کې عدالت د دواړو خواوو د ٣٠،٣٠ زره روپو په بدل کې ضمانت منظور کړو.
ياده دي وي چي ترنول پوليس سټيشن کښي درج شوي مقدمه کښي د ايمان مزاري ضمانت منظور کړے شوے وو چي پکښي د هغه خوشي کيدل ممکن شوي دي ولي علي وزير د ترنول پوليس سټيشن کښي درج مقدمه کښي د ضمانت درخواست جمع کړے دے۔






