په ټول پاکستان کې د برېښنا د درنو بلونو پر ضد په پرله پسې درېيمه ورځ هم خلک احتجاج کوي، خلکو نه يوازې د برېښنا بيلونه سوځولي بلکې له حکومته يې د ټيکسونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

0
152

باغي ټي وي رپورټ

ایا نگران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ به د بجلۍ په درانه بلونو کې څه نرمي ورکړي؟ د خلکو سترګې، د بلونو څخه ډکې، د لومړي وزیر ماڼۍ ته ولاړې وې.

د وزيراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې يوه بېړنۍ غونډه به څه موده وروستو کېږي چې پکې به د بجلۍ وزارت او د تقسيم کمپنيو چارواکي بريفنګ ورکوي او د بجلۍ په بيلونو کې به مصرف کوونکو ته د راحت ورکولو په اړه سلا مشورې کوي.

خلک نن د رخصتۍ په ورځ هم سړکونو ته راوتلي وو او له نگران حکومته يې غوښتنه کوله چې برېښنا دې ارزانه کړي او ټکسونه دې بېرته واخلي.

د لاهور، ملتان، سرګودها، بهاولنگر، حافظ آباد، کمالیه، رحیم یار خان په شمول د پنجاب په مختلفو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجي جلسې وشوې.

په خانيوال جهانيان روډ هم احتجاجي مظاهره شوي وه چرته چي د لاري نه موندلو نه پس يو ګاډي سوار په هوا کښي ډزي کړي ولي ميټر ريډران د خلقو د احتجاج له وجي هستوګنو سيمو ته د تګ نه ډډه کوي۔

بلخوا له اسلام اباد او ملتان وروسته د پېښور برېښنا شرکت هم د خپلو کارکوونکو د امنیت لپاره له پولیسو مرسته غوښتې ده.

Leave a reply