د چين حکومت په ګوادر کښې د تعليم نظام ښه کولو کښې خاصه دلچسپي اخستې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د ګوادر ضلعی تعلیم افسر (DEO) د ګوادر پورټ جی ایم ایڈمنسټریشن ژاؤ یاوډینګ او نورو چارواکو سره د ګوادر سکولونو کې د چین کوپراتیف پروژې د پرمختګ بیاکتنې لپاره غونډه وکړه.
د بلوچستان حکومت لخوا جاري شوي اعلاميه کې ويل شوي چې د غونډې په مهال ډي ای او د ګوادر د ۱۲۰۰ طالب علمانو لپاره د پيکج پلان وړاندې کړ.
د اعلامیې له مخې چینايي چارواکو د ګوادر د ۱۲۰۰ زده کوونکو لپاره د پیکج پلان منظور کړی او په غونډه کې پرېکړه شوې چې د سپتمبر په میاشت کې به د دې پلان عملي کول پیل شي.
د ګوادر بندر جی ایم انتظاميه ژاؤ یاوډینګ وايي په ګوادر کې د تعلیمي نظام د پرمختګ لپاره به پوره مرسته کوي.