کډوالو چارو وزارت وایي د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان خوشې او هېواد ته راستانه کړای شول.

0
87

کډوالو چارو وزارت وایي د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان خوشې او هېواد ته راستانه کړای شول.

27 اګست یکشنبه 2023

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي پر دوه‌یمه د پاکستان له زنذانونو څخه راخوشې شوي ۱۵ افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.

 

د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د څرګندونو له مخې؛ يادو کسانو له يوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړي او له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې ننګرهار ته راستانه شول.

 

سرچينې زياته کړې، چې ياد کسان له ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د مهاجرت نړيوالې ټولنې ته ور وپېژندل شول.

اړوند موضوعات

د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶ نور افغان زندانیان آزاد کړل شوي دي

 

 

خبر زیاتوي چې همدا راز يادو کسانو ته د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري د حقوقي مسايلو او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې ورته د منفجره موادو په اړه لازم پوهاوی هم ورکړل شو.

Leave a reply