د پاکستان او چین ترمنځ د نړیوال سړک ترانسپورت لاندې سوداګري پیل شوه.
باغي ټي وي رپورټ
د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د دوه اړخیزې سوداګرۍ له مخې فعال شو او د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د سړک ترانسپورت کنوانسیون لاندې د مالونو لیږد پیل شو وروسته له دې چې د ملي لوژستیک کارپوریشن (NLC) د چین له مخکښ شرکت سیوا لوژستیک سره ملګرتیا وکړه.
له چین څخه د بار وړونکو لاریو لومړی کاروان پاکستان ته خپل سفر پیل کړ او دا پرمختګ د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې د لسمې کلیزې په مناسبت ترسره شو.
د نړیوال سړک ټرانسپورټ نوښت به د پروژې له لارې د وخت او لګښت په کمولو سره د پاکستان او چین د پولې په اوږدو کې سوداګرۍ ته وده ورکولو او د سوداګرۍ کولو اسانه کولو کې مرسته وکړي.
د چين حکومت د ۲۰۲۳ کال لپاره کاشغر، خنجراب سوداګرۍ او خدمت د ملي لوژستيکي مرکز په توګه وټاکه او د کاشغر د يوان فانګ نړيوال لوژستيک بندر شرکت کې د TIR خدمت د پيل په مناسبت مراسم هم تر سره شول.