د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې د ترهه گرۍ په ضد دپاکستان دلويې قربانۍ احساس وکړي.

0
103

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د امریکا د هارورډ پوهنتون ۳۸ محصلینو یوه پلاوي د راولپنډۍ له جنرال هېډکوارټرز (جی ایچ کیو) څخه لیدنه وکړه.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د 9 مختلفو ملکونو طالبعلمانو يو وفد آرمي چيف جنرل عاصم منير سره وليدل او د فوځ په کردار ئي رڼا واچوله۔

په دې موقع دپوځ سرلښكر وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد کردار ادا کوي، نړيواله ټولنه دې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دلويې قربانۍ احساس وکړي.

هغه له زده کوونکو وغوښتل چې په پاکستان کې د پاتې کېدو پر مهال د خپلو تجربو پر بنسټ د پاکستان واقعیتونه وڅېړي.

جنرال عاصم منیر محصلینو ته په مقبوضه کشمیر کې د انساني کړاوونو او ظلمونو په شمول د ډیموګرافیک حقیقتونو د بدلولو د هڅو په اړه هم معلومات ورکړل.

طالب علمانو د آرمي چيف جنرل عاصم منير مننه اوکړه چي دوي ته د رغنده خبرو موقعه ورکوله۔

Leave a reply