د پاکستان پيپلز پارټۍ د مرکزي ايګزيکټيو کميټۍ (سي ای سي) په غونډه کې غړو په پخواني صدر اصف زرداري او د ګوند په چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د باور څرګندونه کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د هېواد پر سياسي او اقتصادي وضعيت خبرې وشوې.
سرچينې وائي چې غړو په ملک کې د عامو انتخاباتو په اړوند تجويزونه وړاندې کړل اؤ وې وئيل چې پيپلز پارټۍ دې په ٩٠ؤ ورځو کې دانتخاباتو ترسره کولو لپاره دريځ واخلي.
سرچينې وائي اعتزاز احسن په ٩٠ ورځو کې دانتخاباتو ترسره کولو په اړه قانوني دلائل هم وړاندې کړل.
سرچينې وائي مخدوم احمد محمود په پنجاب کې دسيلاب ځپلو خلکو سره دجمهوررئيس رابطه مهم اؤ دوره کولو تجويز ورکړى.
د وياند له مخې د سي اي سي غړو په آصف زرداري او چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د اعتماد څرګندونه وكړه۔