طالبانو سره خبرو ته تیار یو: احمد مسعود

0
186

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان مشهور جهادي کمانډر احمد شاه مسعود ځوی احمد مسعود په یو بیان کښې ویلي دي چې دوی د طالبانو سره مذاکراتو ته تیار دي.

د بي بي سي یو رپورټ مطابق د احمد مسعود ویلي دې چې دوی تیار دې چې طالبانو سره خبرو اترو ته کښينو ولې مونږ به تر آخري تن پورې هم خپله دفاع وکړو.
یاده دې وی چې کله نه د اسلامی امارت لاس ته د افغانستان ډیر ولایتونه راغلي نو د پنجشیر په علاقه کښې د مشهور جهادي کمانډر خوی احمد مسعود له طرف نه داسې خبرونه خپاره کیږي چې مونږ د طالبانو سره جنګ ته تیار یو، وس چې د پنجشیر نه داسې خبرونه راغلي نه دا یوه ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې د مشهور جهادي کمانډر احمد شاه مسعود ځوای وای چې دوی طالبانو سره خبرو ته تیار دی.
د رپورټ مطابق د افغان روس جنګ مشهور کمانډر په علاقه پنجشیر کښې د د فاع لپاره ۹۰۰۰ نهه زره جنګیالي تیار جمع کړي دي.

Leave a reply