د نگران وزيراعظم انورحق كاكړ سره په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم وليدل۔

0
201

باغي ټي وي رپورټ

په وزيراعظم هاؤس کې شوې غونډه کې دامريکا سفير انوارالحق کاکړ ته دوزيراعظم چوکۍ په غاړه اخستو مبارکي ورکړه په دغه موقع امريکائي سفير دپاکستان داقتصادي اؤ پرمختيائي ايجنډا ملاتړ کولو خواهش څرگند کړو.

دامريکا سفير سره په ليدنه کې نگران وزيراعظم ددوه اړخيزه اړيکو په اوسني مثبت تحرک باندې داطمينان څرګندونه وکړه او وې وئيل چې پاکستان اؤ امريکا ددواړو هيوادونو ترمينځ اوږدمهاله او پراخه اړيکې لري، دغه اړيکې په دوه اړخيزه درناوي او ګډو ګټو ولاړې دي. او مشترک ارزښتونه.

انوارالحق کاکړ وویل، د نګران حکومت لومړنۍ دنده د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنو له کمیسیون سره مرسته کول دي، د سرپرست حکومت دنده دا ده چې د جمهوري ریاست د انتقال په دوره کې د اساسي قانون دوام ورکړي.

نگران وزيراعظم د پاکستان په اقتصادي استحکام کې د امريکې د کردار ستاينه وکړه او د دوامدار پرمختګ لپاره د اصلاحاتو ايجنډا جاري ساتلو عزم يې تکرار کړو.

Leave a reply