د پي ټي ائي د چيئرمېن عمران خان د وکيل لطيف کهوسه په ګډون ګڼ شمېر وکيلان د اسلام اباد هائي کورټ په لفټ کې بند پاتې شول.
باغي ټي وي رپورټ
کله چې د عمران خان وکيل لطيف کهوسه د مقدمې اورېدنې وروستو روان شو نو هغه په لفټ کې ودرېد چې وروسته د هائي کورټ د ودانۍ د ساتنې څانګې خبر شو.
لطیف کهوسه او نور کسان تر ۴۰ دقیقو زیات په لفټ کې بند پاتې وو چې د ساتنې کارکوونکو هڅه وکړه چې د لفټ دروازه پرانیزي خو دروازه خلاصه نه شوه چې له امله یې د لفټ بهر ولاړ وکیلانو د لفټ د دروازې د ماتولو هڅه وکړه.
لطیف کهوسه او نور د اسلام اباد های کورټ په دویم پوړ کې په لفټ کې ودرېدل او لفټ د ځمکې لاندې پوړ ته نه و رسېدلی چې له لفټ بهر وکیلانو نارې وهلې.
د جيو نيوز د خبريال له مخې د اسلام اباد هائي کورټ لفټ د ١٥ نه تر ١٦ پورې کسانو ظرفيت لري او په لفټ کې ١٩ کسان سپاره وو.
په دې موقع د عمران خان وکيل نعيم پنجوته او نورو وکيلانو هم د لفټ د دروازې د ماتولو کوشش وکړو.
انتظامئي ریسکیو اهلکارو ته د لفټ دروازه د خلاصولو لپاره راوبلله چی ورسته ریسکیو اهلکارو د لفټ دروازه مات کړه او ټول کسان ئي بهر راوویستل چی په کښي ټول کسان په خراب حالت کښي وو او په خولو کښي ډوب وو.
د ژغورنې چارواکي وايي چې لفټ د ګڼې ګوڼې له امله ودرېد، په داسې حال کې چې په لفټ کې د اضطراري الارم نشته.