په کراچۍ کې نن سهار وختي د ډزو په پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ په ابوالحسن اصفهاني روډ باندې د ډزو په نتیجه کې یو هلک او یوه نجلۍ وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا په ډزو کې وژل شوې نجلۍ لاریب او هلک احسن نومېږي.
پولیس وايي، له قتل وروسته یې د نجلۍ ورور او پلار نیولي او د نیول شوي تورن په وینا هلک او نجلۍ یې د ناموس په نوم وژلي دي.
د ايس پي په وينا، په دې قضيه کې د نيول شوي پلار او زوى پېژندګلوي د رفيق او عبدالله په نومونو شوې ده.
بل اړخ ته د پاک کالونۍ باډا بورډ نوراني جومات سره نزدې هم د ډزو پيښه رامخې ته شوې چې په نتيجه کښې ئې يو تن مړ او يو بل ژوبل شوې دې کوم چې نزدې هسپتال ته رسولې شوې دې۔
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی، خو د اصف په نوم ټپي شوی کس پېژندل شوی دی.






